Quranic Math

0
193

د خپروونکي له خوا

قرآنکريم وروستی آسماني کتاب دئ، چي پر حضرت محمد 3 باندي نازل سوی او د اسلامي امت د لومړي لارښود حيثيت لري. د تېرو څوارلس سوو کلونو په اوږدو کي قرآنکريم يو له هغو کتابونو څخه دئ، چي په متن کي يې جزئي تغير و تبديل هم نه دئ راغلی، چي دا پخپل ځان کي د دغه ستر او ارزښتمن کتاب يوه نه پناه کېدونکې معجزه ثابتوي.

قرآنکريم يو داسي کتاب دئ، چي د پېړيو په اوږدو کي د غير اسلامي نړۍ پوهانو د حقانيت په پوهېدو سره خپل سرونه ورته ټيټ کړي او نوموړی کتاب يې د يوه حق او مسلم حقيقت په توګه منلی او د خپلو تېرو مفکورو څخه جلا او د نوموړي کتاب په لارښوونه يې د اسلام پاکي غېږي ته ځان رسولی دئ.

په معاصر وخت کي د اسلامي نړۍ پوهانو ته په کار ده، چي د نوموړي کتاب د ښه ترا حقانيت ثابتولو په موخه د دغه ستر او نه پناه کېدونکي اثر موضوعات د بېلابېلو علومو له اړخه وڅېړي، څو د نوي او معاصر پرمختګ په مټ د ټولو هغو علومو له خوا د دغه وروستي آسماني کتاب حقانيت ثابت او د يوه داسي حقيقت په توګه وڅېړل سي چي هره خبره يې د کاڼي کرښه ده او د نړۍ تر پايه به د يوه پايدار او نه پناه کېدونکي لارښود حيثيت ولري.

د قرآنکريم د حقانيت په باب هيڅ شک و ترديد وجود نه لري، خو د معاصري ټکنالوژۍ په مټ د دغه کتاب څېړل به د هغو منکرينو او مشکرينو له پاره يو د پانيات درس وي، چي موضوعات يې د هغو وسايلو او علومو په ذريعه وڅېړل سي، چي اساس او بنسټ يې د همدغو منکرينو او مشکرينو له خوا ايښوول سوی دئ، ځکه قرآنکريم تر ټولو هغو آلاتو او وسايلو مخکي نازل سوی او بشپړ سوی دئ، چي اوس يې موږ او تاسي د پرمختللي تکنالوژۍ په توګه پېژنو، دا چي د نن څخه څوارلس سوه کاله مخکي يو کتاب نازلېږي او د ننني عصر او زمان د ټولو هغو ساينسي علومو سره د علمي اړخه په تول پوره خېژي يوه داسي خبره ده، چي د اسلام، قرآن او حضرت محمد 3 حقانيت او رښتينولي ثابتوي.

د ساينسي علومو د پراخي جملې څخه رياضي هغه علم دئ، چي هره معادله او عمليه يې د يوه منلي حقيقت په توګه منل سوې، او د کوم جزئي تغير و تبديل په راوستلو سره په نوموړې عمليه يا معادله کي تغير پېښېږي، خو قرآني آيتونه، سورتونه او موضوعات هغه څه دي چي د نوموړي رياضي په ترازو کي پوره او په تول تللي خېژي.

د پښتو تکړه محقق او خوږ ژبي ليکوال ډاکټر نثاراحمد صمد يو د هغو پوهانو څخه دئ، چي د قرآنکريم بېلابېل موضوعات يې د نوموړي علم (رياضي) په مټ ثابت کړي او د خپل اوږده او پر ثمره کار په نتيجه کي يې يو داسي اثر رامنځته کړی، چي که په نورو ژبو وژباړل سي نو به د دوی د دغه اثر حقانيت، علميت او کره والی د نړۍ تر بېلابېلو قومونو پوري ورسېږي.

ښاغلي صمد د خپل اوږده فرهنګي او علمي ژوندانه په اوږدو کي افغاني ټولني ته زيات علمي او د قدر وړ خدمتونه کړي دي، چي د دوی اوسنی کتاب (قرآني رياضي) به يوازي دوی او د دوی د کورنۍ نوم همېشنی نه کړي، بلکي د دوی د دغه خدمت له اسيته به پښتانه او افغانان هم په دغه لويه نېکبختي کي شامل سي.

افغان رساله د خپل هغه مسئوليت له مخي چي خپلي ټولني ته د خدمت کولو لپاره يې لېڅي رانغښتي دي، دا وياړ تر لاسه کوي، چي د ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد دغه علمي او اکاډميک اثر د خپلو نشراتو له خوا افغاني ټولني ته وړاندي کړي، تر څو وکولای سي د خپلو محدودو امکاناتو په لرلو سره يو داسي خدمت تر سره کړي چي په کړنه به يې نه يوازي افغان رساله، بلکي افغاني ټولنه هم منوره وي.

موږ ځان د ښاغلي ډاکټر نثارحمد صمد د ټولو هغو همېشنيو همکاريو تر څنګ چي د افغان رسالې سره يې همېشه کړي، د دغي لويي او نه هېرېدونکي پېرزويني پوروړی بولو، چي د دغه ډول يوه علمي اثر د خپرېدو پېرزوينه يې د افغان رسالې پر اداره باندي کړېده. د لوی خدای څخه د دې درانه او علمي اثر ليکوال ښاغلي صمد ته د لا بري غوښتنه کوو، چي نور هم دغي لاري ته ادامه ورکړي او د دوی په مټ افغاني ټولني ته داسي آثار وړاندي سي چي تر ډېره يې شغلې کمزوري نه سي او د همېشه لپاره د يوه راڼه څراغ حيثيت ولري.

احمد شاه هوتکي

د افغان رسالې مؤسس او مسئول مدير

مارکهم، انټريو – کاناډا

د ۲۰۰۹ کال د جون څليرويشتمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here