اخلاقي کنایې دوهم ټوک چاپ شو

له ننه درې کاله وړاندې د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایېلومړی ټوک) وړاندې کړه.

د کتاب لومړی ټوک له چاپ سمدستې وروسته د هیواد په لر او بر کي د تود هرکلي سره مخ شو او د خپرندوی په وینا څو ځلې د کتاب بیا چاپ اړتیا او له فاضل لیکوال څخه د دې لړۍ د غزولو هیله څرګنده شوه.

همدا لامل وو، چي قدرمن استاد صمد صاحب له خپلو ډېرو مصروفیاتو او د پردیسۍ د ژوند له ناخوالو سره سره د هیوادوالو د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړه او له درې کلن کار و زیار وروسته یې بالاخره د اخلاقي کنایو دوهم ټوک چاپ ته چمتو او ولس ته وړاندې کړ او تمه ده چي د لوستونکو په دعا او له معزز لیکوال سره د ژوندانه د وفا په بهیر کي به دا لړۍ نوره هم پسې وغزیږي.

اخلاقي کنایې د لنډو او جامعو حکایتونو، محاورو او اخلاقي او اصلاحي درسونو او پندونو څخه مالامال او د ګرانو د ځوانانو، کورنیو ، زده کوونکو ، استادانو او په لنډه توګه د ټولنې د فرد فرد لپاره یوه بې ساري ارزښتمنه او ګټوره لړۍ ده.

اخلاقي کنايې دوهم ټوک کتاب د لومړي هغې په څېر ټولټال (۳۲۸) مخه لري،په ښکلې پښتۍ او معیاري کاغذ په کندهار  کي د علامه رشاد (رح) خپرندویه ټولنې له لوري د زر ټوکه په تېراژ چاپ شوی دی.

چا چي د استاد صمد د پند او عبرت قصې (لومړی او دوهم ټوک) او یا هم (اخلاقي کنایې) فقط یو ځل لوستی وي، نو ښايي ما ته د دې اړتیا نه پېښوي چي د دوهم ټوک لوست ته یې وهڅوم بلکي خپله تلوسه به یې هره شېبه د کتاب لوست ته را بولي.

اخلاقي کنایې که تر هر څه زیات اخلاقي، معنوي، دیني او اصلاحي پيغامونه او پندونه له ځانه سره لېږدوي. خو د لیکنې سبک او انداز یې هم فوق العاده له ادبي غنا او ذوق څخه ډک دی.

بې له مبالغې ویلای شم، د پښتو د غوره، ساده او روان  نثر لیکنې په تاریخ کي چي ما کوم خوند د استاد الفت (رح) له نثري ټوټو څخه اخستی نو په اوس مهال کي مې همدومره خوند او پند د استاد نثار احمد صمد د پند او عبرت په کیسو او اخلاقي کنایو څخه تر لاسه کړئ.

زه د دې لیکنې له لارې خپلو ټولو وروڼو او خویندو ته چي د خپلې معنوي او اخلاقي پانګې د زیاتون په لټه کي دي،بلنه ورکوم چي لطفاً د اخلاقي کنایو لړۍ تعقیب اود مطالبو د ښه فهم لپاره یې یو ، دوه ځلې نه بلکي بیا بیا ولولي او هم یې له نورو دوستانو سره شریک کړي.

غوښتل مې دلته د «مُشت نمونهء خروار» په توګه له کتاب څخه ځینې مطالبت راوړم؛ خو د دې لپاره چي د کتاب منځپانګه او ستاسو تلوسه مې زیانمنه کړې نه وي نو ترې تېر سوم.

له الله تعالی څخه د کتاب قدرمن لیکوال، خپرندوی او لوستونکو ته  بریا، روغتیا او لا زیات توفیق غواړو.

احساس

جواب پريښول

خپله تبصره وليکئ
خپل نوم دلته وليکئ