اته اتیا ۸۸ ورځي پس کندهار فتح سو

د سي ای اې د یو عالي رتبه افسر اعترافات
کله چي په امریکا کي د سپټمبر د یولسمي تروریستي حملې وسوې، ښاغلی رابرټ ګرینیر په پاکستان کي د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) د دفتر ریس وو. او د افغانستان چاري ئې هم په غاړه وې. د (۸۸ ورځي وروسته کندهار ته ورسیدو) کتاب لیکوال ښاغلي ګرینیر لیکي: زما د ماموریت په دوران کي، واشنګټن ما ته دا وظیفه هم را سپارلې وه چي بن لادن، القاعده، او طالبان وڅارم. ګرینیر لیکي: د بن لادن د نظارت لپاره سی ای اې په جنوبي افغانستان کي ځیني محلي مخور او قومي مشران استخدام کړي ول، او هغوی ته مو د سټلایت ټیلفونونه ورکړل ول. پدې خلګو کي د شوروي پر ضد د جهاد د وخت (۱۹۸۰) قومندانان او خلګ شامل ول. پدې وخت کي، زیات شمیر عرب مذهبي افراطیان په افغانستان کي فعال ول، او هغوی د ۵۵۵ عرب لوا کي په یوه نظامي جبهه کي راغونډ سوي ول (مخ، ۵۷). لیکوال په سي ای اې کي د ماموریت اوږده سابقه لري، او د امریکا په استخباراتو کي ئې په مهمو پوستونو کي وظیفه اجرا کړې ده.
ګرینیر لیکي: د سپټمبر د یولسمي د حملو په جریان کي، زه په اسلام اباد کي د سي اې ای مشر افسر وم. په تیلویزیون د پيښې له لیدو څخه سمدستي را وروسته، ما وغوښتل چي د سی ای اې د مرکز سره په تماس کي سم، او حالات ترې وپوښتم. مګر هیچوک مي پیدا نه کړ. ما ګرده ورځ همدا کوښښ وکړ چي په واشنګټن کي د عالي رتبه مامورینو سره ټیلفوني خبري وکړم، مګر موفق نه سوم.


داسي ښکارېده چي په واشنګټن کي هر څه ساکت او خاموش سوي دي. هیچا خبري نه کولې. داسي برېښده لکه امریکا چي غرقه سوې وي.

اما وروسته له ۲۴ ساعتونو څخه یو دم له واشنګټنه ټیلفونونه او ایمیلونه راچالانه سول. په اسلام اباد کي، موږ داسي احساس کاوه چي د نکلونو یوعظیم دیب له یوې کاري او ناڅاپي ضربې راوروسته بیرته پر هوښ راغلی وي، او اوس جدا غواړي چي یو څوک سخت مجازات کړي.


ګرینیر لیکي: د سپټمبر له حملو را وروسته، زه پدې پوهیدم چي امریکا خامخا افغانستان اشغالوي. ما له خپله ځانه سره دا تصور کاوه چي ډیر ژر به امریکايي عسکر د افغانستان په دنګو غرو او تنګو او ژورو درو کي په یوه عبث او بې هدفه جنګه کي د اوږده وخت لپاره لتاړوي (مخ،
۳). زه پوهیدم چي اسامه بن لادن همدا غواړي چي امریکا د افغانستان هسکو او خطرناکو غرونو او دښتونو ته راکش کړي، او دلته ئې په افغانانو باندي ماته کړي. بن لادن همدا خبري ځو ځله خپل د سمڅو یارانو ته کړي وې. د سپټمبر له حملو څخه راوروسته ما دا بیره هم لرله چي موږ به په تلوار عمل وکړو، او د بن لادن همدا اټکل او خوب به درست راوخیژي. او موږ به د هغه په لومه کي بند سو (مخ، ۵).


په همدې لړ کي ښاغلی ګرینیر لیکي: ما کوښښ کاوه چي د افغانستان لپاره یو سوله اییز حل پیدا کړم، ځکه ما نه غوښتل چي امریکا په افغانستان کي د برتانیې او شوروي د اشغال اشتباهات بیا تکرار کړي. ما دا بیره لرله چي که چیري موږ یوازي پر نظامي بري او فتح باندي ټینګار وکړو، موږ به هم د شوروي او برتانیې په شان په ورته بد قسمت باندي ګرفتاره سو (مخ،
۱۱۵).


ګرینیر لیکي: د امریکا د حکومت لپاره د افغانستان داخلي جنګ (
۱۹۹۰) کومه خاصه مسله وه، او نه هم واشنګټن ته د طالبانو سره د پاکستان ملاتړ کوم خاص اهمیت لاره. اصلا د امریکا لپاره افغانستان چندان زیات اهمیت نه لاره. د طالبانو حکومت زموږ لپاره کوم خاص پرابلم نه وو. څه چي زموږ لپاره ئې اهمیت لرل، هغه په افغانستان کي د بن لادن او القاعدې موجودیت وو. هغوی هلته اډې درلودې. خپل وسلوال کسان ئې لرل، او وسایل او امکانات ئې لرل. په کندهار او نورو ولایاتو کي زیات بین المللي او خاصا عرب مذهبي افراطیان راغونډ سوي ول. بن لادن زیاتي شخصي پیسې درلودې، او د طالبانو لپاره د نقدو پيسو یوه منبع وه. افغانستان یو نستمن ملک وو، او یو اوږد داخلي جنګ پکښي روان وو (مخ، ۴۳).


په افغانستان کي امریکا باید څه وکړي؟

لیکوال وايي: د واشنګټن سره د تماس له ټینګیدو راوروسته، د سي ای اې ریس زما څخه وغوښتل چي په افغانستان کي د امریکا د راتلونکي پالیسۍ په باب سپیني ماڼۍ او په واشنګټن کي د نورو عالي رتبه مقاماتو لپاره خپل نظریات او تحلیل په لیکلي بڼه ورولیږم. پدې تيلفوني مکالمې کي، د سي ای اې ریس زما څخه وپوښتل چي د امریکا اردو وايي چي په ګرده افغانستان کي د ویشتلو لپاره باارزښته اهداف نسته. ایا دا خبره درسته ده؟ ما ورته وویل: بلې هو صاحبه، په افغانستان کي د ویشتلو لپاره چندان څه نسته. افغانستان یو وروسته پاتي او بدوي ملک دی (مخ، ۳).


ګریبیر لیکي: زما پدې تحلیل کي، چي د سپیني مانۍ لپاره ترتیب سوی وو، دغه ټکي شامل ول. اول، که څه هم د طالبانو د ړنګولو لپاره امریکا باید د شمال د ایتلاف سره مرسته وکړي، خو امریکا هیڅکله باید داسي و نه ښيي چي ګواکي د شمال ایتلاف د حمایت په مقصد د افغانستان په داخلي جنګ کي ور ګډه سوې ده. که چیري واشنګټن دا اشتباه وکړي، اکثریت پښتانه به طالبانو ته مخه کړي، او زموږ پر ضد به په یوه ستره جبهه کي سره متحد سي (مخ،
۸). ما د افغانستان تاریخ لوستی وو. زه د افغانانو له جنګي روحیې سره اشنا وم. ما ورته ولیکل چي امریکا باید په افغانستان کي لږ عسکر ولري، هیڅکله دایمي اډې جوړي نه کړي. امریکا مجبوره ده چي تل افغانانو ته دا وښيي چي د افغانانو سره مرسته کوي. د تروریزم پر ضد د مجادلې په جریان کي د افغانانو ګټي باید په پام کي ونیول سي. مانا دا چي د تروریزم پر ضد زموږ مبارزه باید د بومي خلګو له کلتور سره اړخ ولګوي، نه دا چي د محلي خلګو د فرهنګ د بدلولو هڅه وسي.
ښاغلی ګرینیر لیکي: د سپټمبر له تروریستي حملو څخه سمدستي راوروسته د سپټمبر پر
۱۵ مه، ما د ملا اختر محمد عثماني، چي هله د ملا عمر دوهم کس وو او د جنوبي زون قومندان وو، په کوټه کي د پاکستان د ای ایس ای په یوه پټ دفتر کي سره وکتل. د ملا عثماني سره ملا جلیل هم ملګری وو. ملا جلیل څه انګلیسي زده وه. دوی د ملا عمر په استازیتوب زموږ سره خبري کولې. ما ملا عثماني ته د امریکا غوښتني او اخطار وړاندي کړ چي د اسامه بن لادن تسلیمول پکښي شامل ول (مخ، ۸۵). ما طالبانو ته وویل چي امریکا سخته قهرېدلې ده، او دوی باید خپل ملک وساتي، او د څو تروریستو عربو لپاره خپل ملک، ځان، او حکومت تباه نه کړي(مخ، ۱۱۹).


ګرینیر لیکي: موږ پدې خبرو وو چي په د طالبانو په مشرتابه کي ملا عمر د بن لادن سخت پلوي کوي، خو زیات نور طالب مشران د بن لادن سره جوړ نه ول، او ملا عثماني د همدې ډلي سړی وو. پدې خبرو کي زما هدف دا وو چي ملا عثماني دېته تشویق کړم چي د ملا عمر سره خپل روابط قطع کړي (مخ،
۱۱۴). ما غوښتل چي د طالبانو په لیډرشیپ کي انشعاب راولم. لیکوال وايي: که څه هم پدې وخت کي ملا ضعیف په پاکستان کي د طالبانو سفیر وو، خو ملا عثماني او زما خبري د هغه په پټه کیدلې.


ګرینیر لیکي: ما ملا عثماني ته وویل چي امریکا غټه اشتباه دا وه چي له افغانستانه د شوروي د قواوو له اخراج سره سم ئې افغانستان یوازي پرېښود. موږ به بیا دا اشتباه تکرار نه کړو. موږ به ستاسو سره مالي مرسته وکړو.


لیکوال وايي: پدې وخت کي په واشنګټن کي لا هم دا نظر حاکم وو چي طالبان باید د افغانستان په راتلونکي حکومت کي ونډه ولري (مخ،
۱۱۳). ما ملا عثماني ته وویل که چیري ملا عمر راضي نه سي، تاسو د هغه پر ضد کودتا وکړئ. حکومتي تعمیرات اشغال کړئ. ملا عمر او پلویان ئې توقیف کړئ. د راډیو شریعت له طریقه افغانانو ته ووایاست چي تاسو غواړئ د علماوو د شورا تصمیم عملي کړئ. ملا عثماني زما سره موافقه وکړه (مخ، ۱۲۲). لیکوال وايي: که چیري واشنګټن تلوار نه وای کړی، ما په طالبانو کي کودتا کوله، او د رواني فاجعې مخه مي نیوله. خو د سپټمبر حملو په امریکا کي د خلګو قهر سخت راپارولی وو، او زه پوهیدم چي د افغانستان غوندي یو غریب ملک به ډیر ژر د امریکا د تباه کونکو حملو هدف وګرځي.


د بش او اوباما په اړه:

ښاغلی ګرینیرپه افغانستان کي د دواړو امریکايي جمهورریسانو له پالسیو سره جوړ ندی. هغه وايي د عراق جنګ یوه غټه تباهي وه، او امریکا ته پکار نه وه چي عراق برناحقه اشغال کړي. د عراق جنګ نه یوازي امریکا ته انساني او مالي زیانونه ورسول، بلکي د افغانستان لپاره ئې زموږ توجه هم کمه کړه. لیکوال په افغانستان کي د جمهورریس اوباما د پالیسي په باب وايي چي د اوباما ستراتیژي کال په کال بدلیږي. او د اوباما نیت له اوله سره دا وو چي له افغانستان څخه ژر ووځي. اوباما د هر ماموریت لپاره تاریخونه ټاکل چي دا کار د ستراتیژي د کامیابه کیدو سره مرسته نه کوي. لیکوال لیکي داسي ښکاري چي اوباما یو ځل بیا غواړي چي افغانستان ترک کړي (مخ، ۹).


حامد کرزی:

ګرینیر لیکي: حامد کرزی موږ له ډیره وخته پیژندی. حامد کرزی د افغانستان په جنوب کي د هغو مخورو کسانو له جملې څخه وو چي موږ غوښتل د طالبانو پر ضد ئې وکاروو. حامد کرزی د روم د ګروپ غړی وو. او هغه زموږ څخه پدې خوابدی وو چي امریکایانو افغانستان د شوروي قواوو له وتلو راوروسته یوازي پرېښود. د حامد کرزي پلانونه هره ورځ بدلیدل، او هغه تل د خپل نفوذ په باب مبالغه کوله. او د خپل قدرت په باره کي ئې باټي ویشتلې (مخ، ۱۴۲). حامد کرزی په کوټه کي وو، او هلته ئې زموږ سره همکاري کوله. د سپټمبر راوروسته، موږ له حامد کرزي سره مرسته وکړه چي په جنوبي افغانستان کي د طالبانو پر ضد څه وکړي. هغه مو کندهار او ترین کوټ ته بوت. مګر کله چي ما حامد کرزي وروسته له ډیره وخته په ارګ کي په ۲۰۰۵ کي ولید، ما غوښتل چي د حامد کرزي سره د تیرو وختونو په باب خبري وکړم، خو هغه نه غوښتل چي د تیرو سپیرو زمانو په باره کي وږغیږي. ځکه هله حامد کرزی په کوټه کي یو افغان مهاجر وو. یو محلي قومي مخور وو. او دا موږ وو چي هغه مو د سترګو په رپ کي ارګ ته ورسوی (مخ، ۳۵۷).


ګل اغا شیرزی:

ښاغلي ګریبیر لیکلي: د نجیب د رژیم راوروسته، ګل اغا شیرزی د کندهار ولایت ونیو. د ګل اغا دوران (۱۹۹۲-۱۹۹۴) د مطلقي انارشي او فساد دور وو. د ګل اغا او نورو کندهاري قومندانانو ظلم او ناروا اعمالو طالبان وږېږول. د عمومي برداشت برخلاف، طالبان د پاکستان د ای ایس ای خلقت نه ول، بلکی د طالبانو د قیام سره سم پاکستان سمدستي د مرستي لاس ور اوږد کړ، ځکه د شمال ایتلاف د هند او روسیې لخوا تقویه او حمایت کیدل (مخ ۴۲).

ګل اغا شیرزی د افغانستان اول ګورنر وو چي د طالبانو له ډاره ئې افغانستان په تاخته پرېښود، او په کوټه کي دېره سوه. ګل اغا شیرزی هم زموږ په حلقه کي وو. د سپټمبر تر حملو را وروسته، کله چي ما ګل اغا په کوټه کي ولید، هغه په خپل میلمستون کي ناست او پښې ئې غځولي وې. د هغه پښې د بنيادم نه وې، او د پیلانونو غوندي غټي وې. د ګل اغا ږغ د ټکټر د اواز غوندي جګ وو. د هغه چندان انګلیسي زده نه وه، او عموما به په خونه ګرځیدی، او نارې به ئې وهلې.


لیکوال وايي: د کندهار تر نیولو را وروسته جنرال فرانکس وغوښتل چي له ګل اغا سره وګوري. ما ګل اغا ته وویل چي ژر تر ژره د کندهاري قومي مشرانو غوندي کالي واغوندي، او هم څه خیرنه لنګوټه وتړي. ځکه ګل اغا شیرزي زیات وخت په پاکستان کي تیر کړي وو،‌او د پنچابي فیوډالانو غوندي جامې او کوتنه ئې اغوستله. جنرال فرانکس پدې شیانو کي ډیاحساس وو، او ښوی او اوتو کړي خلګ ئې نه خوښیدل، ځکه د جنرال فرانکس په حساب داسي خلګ د جنګ نه ول (مخ،
۱۶۳).


عبدالحق:
ګرینیر لیکي: که څه هم عبدالحق د جهاد په دوران کي یو مهم قومندان وو، خو هغه زموږ سره مستقیم تماس نه لاره. هغه د روسانو پر ضد ډیر جنګونه کړي ول، او د روم د ګروپ سره ئې هم ښه او نژدې روابط لرل. عبدالحق د نورو اقوامو سره ایتلاف ته چمتو وو. هغه کریزما هم درلوده، او فلمي چمونه ئې هم کول (مخ،
۱۵۹). مګر زموږ ګومان دا وو چي عبدالحق چندان نفوذ نه درلود. په بل عبارت، موږ په عبدالحق کي هیڅ ډول نظامي قوت نه لیدی. هغه په درواغو خلګو ته ویل چي د سي ای اې سره اړیکي لري، او د عبدالحق دې ادعا موږ څه اندېښمن کړي وو (مخ،۱۶۰).


جنوبي اسیا او امریکا:

ګرینیر لیکي: په افغانستان کي د امریکا نظامي حضور د جنوبي اسیا امنیت ته زیات زیانونه رسولي دي. په افغانستان کي، وضع دې حد ته رسیدلې ده چي که چیري موږ خپل ټوله قوه راوباسو، حالات به نور هم بحراني سي. په سیمه کي، مذهبي افراطیت تر پخوا غښتلی سوی دی. پاکستان هم د سختو امنیتي تهدیدونو سره مواجه سوی دی.


په افغانستان کي، زموږ اعمالو ډېر افغانان پدې قانع کړل چي موږ یوه اشغالګره قوه یو. موږ هلته پراخ فساد رواج کړ (مخ،
۴۱۵). موږ په بیلونهاوو ډالر مصرف کړل، په زرهاوو ځوانان مو ووژل سول، مګر اوس ئې حاصل صفر ښکاري. اوس وضع دونه خرابه سوې ده چي امریکا مجبوره ده چي په تیښته له افغانستانه ووځي. موږ دلته هم د ویتنام او عراق غوندي ناکامه سو. موږ باید په افغانستان کي د امریکا د امپراتورۍ ماتې ومنو.

لیکوال وايي: نن سبا، د اوباما حکومت غواړي چي یو ځل بیا له جنوبي اسیا څخه لاسونه پرېولي. مګر دا کار ښايي د پخوا په شان اسانه نه وي. که چیري موږ یو وار بیا جنوبي اسیا ترکه کړو، موږ ښايي د خپل تصمیم له عواقبو سره ژوند و نه کړای سو (مخ، ۹).

ګرینیر پدې باور دی چي د امریکا د منافعو لپاره پاکستان تر افغانستان زیات اهمیت لري. ځکه افغانستان یو وروسته پاتي، منزوي، او بدوي ملک دی. البته، د ښاغلي ګرینیر دا قضاوت ساده او کمزوری دی. ځکه د پاکستان سره د امریکايي مقاماتو همدا مدارا او غلط طرز تفکر پاکستان ته د دې جرات ورکړی دی چي په منطقه کي مذهبي افراطیت د هند او افغانستان پر ضد تقویه کړي. ځکه که چیري د پاکستان سره د امریکا همدا مدارا او کرنش نه وای، پاکستان په هیڅ وجه په یوازي سر په منطقه کي پدې اندازه ګستاخي نه سوای کولای. پدې ۱۵ کاله کي، د پاکستان دوه مخي پالسي د ښاغلي ګرینیر نظر غلط ثابتوي. ښاغلي ګرینیر ته پکار ده چي پدې برخه کي جدي تجدید نظر وکړي. ځکه ولي باید یو داسي ملک تقویه سي چي په بین المللي سویه تروریزم تشویقوي؟

په پای کي،( ۸۸ ورځي وروسته کندهار ته ورسیدو) کتاب په ۴۴۳ صحفو کي لیکل سوی دی، او په مجموع کي، د افغانستان او سیمي په باب د سي ای اې د یوه افسر خاطرات، تحلیل، او اعترافات دی. څرنګه چي کتاب په ۲۰۱۵ کي چاپ سوی دی، نو بنا ځیني معلومات څه زاړه ښکاري. بل دا چي پدې لیکنه کي ټول نظریات د کتاب په لیکوال پوري اړه لري.

واحد فقیري – واشنګټن

جواب پريښول

خپله تبصره وليکئ
خپل نوم دلته وليکئ